May 29, 2024 05:14 Asia/Kabul
  • د شهید رئیسي ډيپلوماسي   اسلامی انقلاب ته نوي ژوند وروبخښۀ

د شهید رئیسي ډيپلوماسۍ   اسلامی انقلاب ته یو نوی ژوند ډالۍ کړی او د هغه قدرتمن دریځونه  د ایران او د سیمې او نړۍ د ملتونو دتائيد وړ دي.

ایرنا خبری اژآنس  له اسلام اباده راپور ر اکړ، د پاکستان په اسلام اباد کې د ایران د خدمت د شهیدانو  ددرنښت په مناسبت په یوۀسمینار کې ویناوالو  د ایران اسلامی  جمهوریت  د فلسطین یو حقیقي مدافع  او د نړۍ د مقاومت او سرښیندنې  بیلګه بللی او ټينکار ئې کړی دی، د شهید رئیسي ډيپلوماسۍ   اسلامی انقلاب ته یو نوی ژوند ډالۍ کړی او د هغه قدرتمن دریځونه  د ایران او د سیمې او نړۍ د ملتونو دتائيد وړ دي.  

په دغه سمینار کې چې په اسلام اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت په سفارت کې ترسره شوی ، یو شمیر پارلیماني استازو د اهل تشیع او اهل تسنن دیني عالمانو پوهنتونوالو ،سیاسی او دیني او کلتوری شخصیّتونو،بهرنیو ډيپلوماټانو  او محصیلینو  ګډون درلود، ویناوالو  د ایران د خدمت د شهیدانو په درنښت سره ووئیل، د ولس شهید ابراهیم رئیسي او د مقاومت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان یوازې د ایران  مشران نه ؤ بلکې د نړۍ د درستو پتمنو او  مقاومتي  لورو مشران وو او دوي پخپلو  روښانه دریځونو او خلوص سره ښودلې چې  د درست  اسلامی امت او انسانیّت د ژغورنې لپاره   چغې پورته کوي او ظا لمان او جنایتکاران  چې په هره بڼه وي رټي ئې او د  هغوي په مقابل کې په قدرت سره دریږي.

په پاکستان کې د ایران سفیر امیري مقدم پخپلې وینا کې  ووئيل، د پاکستان  قدرمن ملت او حکومت د زړه له کومې قدرونه اومننه کوو چې  په دغه غم کې د مونږ ترڅنګ دي.واقعا   د  مونږ دولس شهید ابراهیم رئیسي ، یوازې د ایران   د ملت لپاره بلکې ددرستې نړۍ د مستضعفینو او مظلومو خلکو یوه  چغه پورته کوله  او پخپلو هلوځلو کې ئې ښودلې چې  د نړۍ په هرې سیمې کې  چې څوک ظلم او جنایت کوي ، مخالف ئې یوو ،دوي پخپلو هڅو کې  په تیره بیا د فلسطین دمظلوم  ولس  ددریځ په جوت ډول ملاتړ کاوه اووئيل ئې چې اسرائيلي جنایتکار یوازې د مسلمانو فلسطینیانو نه بلکې د درست بشریّت ضده اقدامات او جنایتونه کوي چې باید نړیواله ټولنه په تیره بیا  نړیوال اورګانونه ئې مخه ونیسي . ابراهیم ریسی  یو آرمان د اسلامی امت یو موټی کیدل او یو زړتوب هم ؤ  چې په همداوروستیو کې ئې  په مختلفو پروګرامونو او راشه دیرشه سره ډیره هڅه کړې څو ا سلامی نړۍ  په یوه دریځ او په یوه پلیټ فارم کې یو ځاي شي .  هغه په دوام کې ووئيل، ابراهیم ریسي له خپلو ګاونډیانو سره  دومره نزدې اړیکې  غوښتې چې  پرَدیو ته وښئ چې  مونږ یو ملت یوو او خپلې ستونزې اومشکلات پخپله حل کولی شو.  

 په دغه سمینار کې  د اهل تشیّع او اهل تسنن  دیني عالمانو او پوهنتونوالو هم پخپلو ویناؤ کې  ووئیل، په سیمې کې د ایران د اسلامی جمهوریت رول ټاکونکی دی مونږ له نزدې د ایران د ملت او حکومت د اوڅاره بریالیتوبونو  شاهدان  یوو او دغه بریالیتونه ددرست اسلامی امت بریالیتوبونه ګڼو .دوي دغه راز ووئیل،  ایران د مونږ او د درستې نړۍ  دملتونو لپاره یوه الهام بخښونکي سرچینه  ده چې د فلسطین  دملت په دفاع او  له سله غواړو قدرتونو او د هغوي  له ناروا اولاد اسرائیلو سره  په مبارزې کې  د  اسلامی انقلاب د معظم لارښود او د اسلامی ایران د  حکومت او ملت شجاع او میړني دریځونه اسلامی امت خپل دریځونه  او  خپل آواز ګڼي .  

   دوی پخپلو  څرګندونو کې همداراز ووئیل، ا یران  د شجاعت ، مقاومت او سرښیندنې  مظهر او سمبول دی او دا چې  د مظلومانو یوه مدافعه  او د مسلمانانو له دښمنانو یعني له امریکا او اسرائیلو او دهغوی له ملاتړو  سره  دمقابلې بیلګه  ده .

 

ټیګونه