د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i149352-د_پاکستان_کرکټ_ملي_لوبډلې_خپله_لومړۍ_بریا_ترلاسه_کړه
پاکستان د کرېکټ په نړیوال جام کې د سه شنبې په ورځ  د جون په یوولسمه له پرلپسې دوو ماتو وروسته خپله لومړۍ بریا تجربه کړه.
(last modified 2024-06-12T06:40:48+00:00 )
Jun 12, 2024 11:06 Asia/Kabul
  • د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه

پاکستان د کرېکټ په نړیوال جام کې د سه شنبې په ورځ  د جون په یوولسمه له پرلپسې دوو ماتو وروسته خپله لومړۍ بریا تجربه کړه.

دا لوبه چې د کاناډا پر وړاندې ترسره شوه؛  د پاکستان په بریا سره پای ته ورسېده.

د کاناډا لوبډلې وکولای شول چې په شلو آورونو کې یوازې یوسلو اووه منډې وکړي، خو پاکستان دغه هدف په آته لسم آور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

پاکستان د نړیوال جام په لومړیو دوو لوبو کې د امریکا او هند پروړاندې ماتې وخوړه. اوس به دا لوبډله په خپل ګروپ کې خپله بله لوبه د آیرلنډ پر وړاندې ترسره کوي.

د يادونې وړ ده، چې د کرکټ نړیوال جام په شل آوریزو سیالیو کې افغانستان، چې خپلې لومړۍ دواړه لوبې ګټلې دي، خپله درېيمه لوبه به د جمعې په ورځ له پاپواګيني سره ترسره کړي.

که افغانستان د دې لوبډلې پروړاندې بریا ترلاسه کړي، نو د دې دورې د اتو غوره لوبډلو ته به لار ومومي.

افغانستان اوس د جدول په سر کې ځای لري.