Jun 17, 2024 07:53 Asia/Kabul
  • د پاکستان په لاهور ښار کې د

د امام خمیني (رح) او د اسلامي امت د وحدت کنفرانس د اسلامی نړۍ په یووالی تاکید او د ایران د اسلامی انقلاب د لاسته راوړنو په بیانولو سره، د پاکستان د سیاسی او مذهبی مشرانو په شتون سره په لاهور کې ترسره شو.

 

د ایرنا د راپور له مخې؛ د حضرت امام خمینی (رح) او د اسلامی امت د اتحاد په کنفرانس کې چې د نړۍ مشهورو سیاسی شخصیتونو ګډون کړی وو، کوربتوب یې د بیت القران مدرسې مشر او د لاهور یو مشهور سني عالم مفتي عاشق حسین کوله.

د مسلمانانو ترمنځ د اتحاد او اتفاق په رامنځته کولو کې د امام خمیني (رح) د مهم رول څیړل او ستاینه او د ګډو دښمنانو په وړاندې د اسلامي امت د یووالي په اهمیت باندې ټینګار د دغه کنفرانس له مهمو موخو څخه وو.

په دغه غونډه کې ویناوالو په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو دوام وغندلو او د فلسطین د دفاع او د اسرائیلو د تیریو د مخنیوی لپاره یې د اسلامی نړۍ له واکمنانو څخه د جدی غبرګون غوښتنه وکړه.

هغوی د امام خمینی (رح) په مشرۍ د ایران د اسلامی انقلاب لاسته راوړنې بیان کړې او د اسلامي بیدارۍ په پیاوړتیا او له نړیوال استکبار سره په مبارزه کې یې د هغه رول مهم او اغیزمن وباله.

 

ټیګونه