د ایران او پا کستان د ګاونډیو صوبو کلتوری راشه دیرشه زیاتیږي
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کې د ایران کسنولګرۍ او کلتوری خونې مسئول او کلتوري آتاشي سید ابوالحسن میري د پاکستان د پلوچستان دصوبائي جرګې له مشر عبدالخالق اڅکزي سره کتنه کړې او دواړو په علمي ، پوهنتوني ،کلتوري حوزو کې او د اغیزشیندونکو ځوانانو او میرمنو د توانمنیو دملاتړ په حوزو کې ددواړو ګاونډیو صوبو د ملګرتیاؤ په باب سره خبرې اترې وکړې.
ایرناخبری اژانس له اسلام اباده راپور ورکوي، د پاکستان د بلوچستان صوبې او د ایران د اسلامی جمهوریت د ګاونډي صوبې په توګه د سیستان او بلوچستان ولایت ترمینځ دهمغږئ په لړ کې،به د کلتوري او تعلیمي برخو په تیره بیا د میرمنو د پلاؤ راشه دیرشه ددواړو هیوادونو ترمینځ اغیز شیندونکي شي.
په راپور کې وئيل شوي دي، د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کې د ایران کسنولګرۍ او کلتوری خونې مسئول او کلتوري آتاشي سید ابوالحسن میري د پاکستان د پلوچستان دصوبائي جرګې له مشر عبدالخالق اڅکزي سره کتنه کړې او دواړو په علمي ، پوهنتوني ،کلتوري حوزو کې او د اغیزشیندونکو ځوانانو او میرمنو د توانمنیو دملاتړ په حوزو کې ددواړو ګاونډیو صوبو د ملګرتیاؤ په باب سره خبرې اترې وکړې.
د ایران د کلتوري خونې مسئول په دغې کتنې کې د ځوانانو او دغه راز د اغیزشیندونکو میرمنو د توانمیدا ، تعلیمي،ساینسي او کلتوري مراوداتو د پیاوړتیا لپاره د ایران د نمایندګۍ دنوي نوښت خبر و رکړ او وې وئيل؛ ددواړو هیوادونو د ولسی پیوندونو څخه د لازیاتې استفادې او د ګډو ګټو دترلاسه کولو لپاره به ،د ایران او د پاکستان بلوچستان صوبې ترمینځ دپلاؤ مبادله زیاته شي.
میري،د فلسطین له مظلوم ملته د پاکستان د ولس او حکومت پیاوړي دریځونه او دوامدار ملاتړونه په تیره بیا له فلسطین سره د پیوستون د ورځې په توګه د اکتوبر د اومې ورځې په درنښت کې د اسلام اباد د نوښت قدرونه وکړه.
د پاکستان د بلوچستان دصوبائی جرګې مشر هم دایران له اسلامی جمهوریت سره د ګاونډیتوب اوښو اړیکو په مهم بللو سره ددواړوهیوادونو ترمینځ د مراوداتو په پياوړتیا کې د ایران د کلتوري نمایندګۍ دنوښتونو ملاتړ وکړ.