له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل شوی
(last modified Wed, 02 Apr 2025 07:34:20 GMT )
Apr 02, 2025 12:04 Asia/Kabul
  • له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل شوی

پاکستاني رسنیو له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر له پیلېدو خبر ورکوي.

اکسپرس ټربیون راپور راپور ورکړی چې په پاکستان کې په نا قانونه توګه د مېشتو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پرون پیل شو.

په راپور کې راغلي، چې په پاکستان کې ۲.۱ میلیونه اسناد نه لرونکي افغان کډوال او ۱.۳ میلیونه ثبت شوي کډوال مېشت دي.

خو په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، دوی له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې اوسېږي، وړې او لویې پانګونې یې کړي او اوس نه شي کولی په کم وخت کې له دغه هېواده ووځي.