پاکستان د هند د پرېکړې په غبرګون کې واهګه سرحد بند کړ
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته د زیاتېدونکي کړکېچ پر دوام کښې، پاکستان پرون د هند د اقداماتو په غبرګون کې د واهګه بارډر تړلی دی.
پاکستاني رسنۍ وایي چې دغه پرېکړه د دې هېواد د لومړي وزیر، شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمېټې په غونډه کې شوې.
د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په یوه برید کې ۲۶تنه سېلانیان ووژل شول.
له دې وړاندې د یاد برید له امله د هند حکومت له پاکستان سره ځمکنۍ پولې تړلي؛ ډيپوماټيکې اړیکې یې محدودې کړي او د پاکستاني وګړو په شمول یې د دغه هیواد له ډيپوماټانو غوښتي، چې له هندوستانه ووځي.
په کشمیر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرتیا کې له خپلو وګړو غوښتي، چې کشمیر ته له سفر کولو ډډه وکړي.