پاکستان: له هند سره باید له اټومي شخړې ډډه وشي
(last modified Fri, 09 May 2025 08:43:49 GMT )
May 09, 2025 13:13 Asia/Kabul
  • پاکستان: له هند سره باید له اټومي شخړې ډډه وشي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي نن ټینګار وکړ چې هند او پاکستان بایدله اټومي شخړې ډډه وکړي.

د ایسنا په وینا، د پاکستان استازي په یوه بیان کې وویل: "زه باور لرم چې پاکستان یو مسؤل اټومي هیواد دی، او زه فکر کوم چې هند هم باید یو څه مسؤلیت وښيي." "موږ باید داسې شرایط رامنځته نه کړو چې په داسې لوري حرکت وکړو."

د اپریل په ۲۲مه، د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پهګام ښارګوټي کی  یو ترهګریز برید وشو، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول. د برید په ځواب کې هند په پاکستاني ښاریزو محدودیتونه ولګول، په شمول د ډیلي په سفارت کې د پاکستاني کارمندانو شمیر کمول، پاکستان ته د سیند د اوبو لاره تړل، او د دواړو هیوادونو ترمنځ یوانۍ فعاله ځمکنۍ پوله تړل.پاکستان له هندوستانه وغوښتل چی په دغه حمله کی د پاکستان د لاس وهنې اسناد وړاندي کړي چی هند تراونسه داسی کوم اسناد ندي وړاندی کړی .

د پاکستان استازي هیله څرګنده کړه چې هند به د خپلواکې پلټنې وړاندیز ومني.