د افغانستان د طالبانو د حکومت پلاوی استانبول ته رسېدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166828-د_افغانستان_د_طالبانو_د_حکومت_پلاوی_استانبول_ته_رسېدلی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي له پاکستان سره د خبرو لپاره یې پلاوی د ترکیې استانبول ښار ته رسېدلی.
(last modified 2025-11-06T05:47:31+00:00 )
Nov 06, 2025 10:12 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانو  د حکومت پلاوی استانبول ته رسېدلی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي له پاکستان سره د خبرو لپاره یې پلاوی د ترکیې استانبول ښار ته رسېدلی.

 تمه ده د قطر او ترکیې په منځګړیتوب به د سولې د  دریم پړاو خبرې نن په ترکیې کښې پیل شي.

د طالبانو حکومت وویل، په دغه پلاوي کې د طالبانو حکومت د استخبارتو مشر عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، قطر کې د طالبانو د حکومت سفیر سهیل شاهین، انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت د دویم ریاست مشر عبدالقهار بلخي او د دغه وزارت یو بل چارواکی ذاکر جلالي شامل دي.‌

تر اوسه روښانه نه ده چې د پاکستان پلاوی استانبول ته رسېدلی که نه، خو دواړه لوریو تېره اوونۍ د دویم پړاو خبرو له پاي ته رسېدو وروسته هوکړه کړې وه چې خبرې به روانې ساتي.‌

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وړاندې اعلان کړی و چې راتلونکې غونډې ته به د دواړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي ور وبلي چې پر نا حل شویو مسلو خبرې وکړي.

د اکټوبر پر۱۱مه د ډیورنډ پر کرښه پر پاکستانیو سرحدي ځواکونو  د طالبانو حکومت د ځواکونو د "غچ" له بریدونو سره د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ پراخ شو چې له څو ورځو پرلپسې هوايي ګوزارونو او پر کرښه د خرپ او ترپ له بریدونو وروسته دواړو هېوادونو وویل " د قطر په غوښتنه یې پر اوربند سلا کړې."

که څه هم په کره ډول د دا وار د خبرو اجنډا روښانه نه ده خو پاکستاني چارواکو په تېر کې ویلي و، د دریم پړاو خبرې به هم د هغوی پر ټکو "د ترهګرۍ" پر مخنیوي څرخي او دا چې د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف نه کارېږي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ د اکټوبر پر۳۰مه ویلي وو چې د استانبول په مذاکراتو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته "د سولې رامنځته کولو او د ترهګرۍ د ختمولو په اړه دروند مسؤلیت ور تر غاړې شوی دی."

ښاغلي تارړ له تېرو خبرو وروسته په ګډه اعلامیه کې یادو شوو ټکو ته په اشارې ویلي چې که هر لوري ترې سرغړونه وکړه نو جریمه/سزا به ورته ټاکل کېږي چې د هغه په وینا، له منځګړو سره په ګډه به یې پرېکړه کېږي.

عطاءالله تارړ ویلي چې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت د منل شوو ټکو په عملي کولو کې پاتې راځي نو "خپل باور به له لاسه ورکړي" او په وینا یې، "بیا به د ملګرو ملتونو له منشور سره سم پاکستان د ځواب ویلو حق ولري."

د قطر امیر وویل هیله ده افغانستان او پاکستان خپلې اوسنۍ ستونزې حل کړي

پاکستاني رسنیو ویلي، ددغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري او د قطر امیر شیخ تمیم بن آل الثاني د چهارشنبې په ورځ د سیاسي اقتصادي او کلتوري برخو کې د دوه اړخیزې همکارۍ د لا پیاوړتیا په غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې د پروسې د غونډو په کوربتوب او اسانتیا برابرولو کې د قطر رول وستایه چې په کې لومړۍ او دویمه غونډه د ۲۰۲۳ کال په مې او د ۲۰۲۴ کال په فبروري کې ترسره شوې وې او د بشري پراختیایي او امنیتي مسایلو په اړه یې د نړیوالې همغږۍ ملاتړ کړی دی.

د قطر امیر هیله څرګنده کړه چې افغانستان او پاکستان خپلې اوسنۍ ستونزې حل کړي او روانې ننګونې شاته پرېږدي.