د پاکستان په مذهبي مشر برید کونکی نیول شوی دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې په جهلم سیمه کښې په یوه مذهبي مشر انجنیر محمد علي مرزا باندې حمله کونکی کس نیول شوی او هغه د پولیسو په لاس کښې دی.
ویل کیږي یوه تن په جهلم کښې د مذهبي مشر انجنیر محمد علي مرزا د قران و سنت په تحقیقاتي اکیډمۍ کښې د هغه له تدریس وروسته دغه مشر په څپیړو وواهه او بیا په ځمکه وغورځوه چې هغه مړ کړي خو حمله کونکی په دغه کار کښې ناکامه شو.
حمله کونکي محمد علي میرزا له ګریوان څخه ونیوه او هغه یې په څپیړو وواهه او د هغه پټکۍ یې په ځمکه وویشت او برید کونکي په لوړ غږ سره چغې هم وهلې.
هلته موجودو کسانو د حمله کونکي کس مخه ونیوله او هغه یې کابو کړ او پولیسو ته یې وروسپاره.
تراوسه د برید کونکي کس هویت نه دی په ډاګه شوی.
د پاکستان دغه مذهبي مشر محمد علي میرزا چې د پنجاب صوبې د جهلم سیمې وسیدونکی دی اکثره خپلې ویناوې او خبرې په اینټرنیټ سایټونو خپروي او هغه په یوټیوب باندې درې اعشاریه یو میلیونه مینه وال یعني فالوورز لري.
په محمد علي میراز باندې له دې مخکې هم حمله شوې وه خو هغه بچ پاتی شوی و.