پاکستان د عراق په صلاح الدین صوبه کښې دترهه ګرۍ حمله وغندله
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې دپاکستان حکومت بېګا د یوې بیانیې په صادرولو سره د عراق د صلاح الدین صوبې په بلد ښار کښې د ترهه ګرۍ حمله سخته وغندله.
په دغه بيانيه کښې راغلي دي، د پاکستان حکومت او ولس د ترهه ګرۍ په دغه حمله کښې د يو شمېر خلقو په وژل کېدو له زړۀ له کومي د عراق له حکومت او خلقو سره زياته خواښني څرګندوي او ورته تسليت وائي.
په دغه بيانيه کښې همدارنګ ويل شوي دي پاکستان په دغو سختو حالاتو کښې ځان د عراقي وروڼو ترڅنګه بولي او ترهه ګري چې په هر شکل کښې وي به کامله توګه يې غندي. د ويلو ده چې د ترهه ګرۍ په دغه حمله کښې چې داعش ترهه ګرې ډلې يې ذمه واري په غاړه واخېسته د امام نقي (ع) د فرزند سيد محمد (ع) په روضه مبارکه کښې وشوه او تقريباً څلوېښت تنه پکې مړۀ او تر اوياو پورې نور ژوبل شول.
--------