پاکستان د عراق په صلاح الدین صوبه کښې دترهه ګرۍ حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i17428-پاکستان_د_عراق_په_صلاح_الدین_صوبه_کښې_دترهه_ګرۍ_حمله_وغندله
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې دپاکستان حکومت بېګا د یوې بیانیې په صادرولو سره د عراق د صلاح الدین صوبې په بلد ښار کښې د ترهه ګرۍ حمله سخته وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2016 12:13 Asia/Kabul
  • پاکستان د عراق په صلاح الدین صوبه کښې دترهه ګرۍ حمله وغندله

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې دپاکستان حکومت بېګا د یوې بیانیې په صادرولو سره د عراق د صلاح الدین صوبې په بلد ښار کښې د ترهه ګرۍ حمله سخته وغندله.

په دغه بيانيه کښې راغلي دي، د پاکستان حکومت او ولس د ترهه ګرۍ په دغه حمله کښې  د يو شمېر خلقو په وژل کېدو له زړۀ له کومي د عراق له حکومت او خلقو سره زياته خواښني څرګندوي او ورته تسليت وائي.

په دغه بيانيه کښې همدارنګ ويل شوي دي پاکستان په دغو سختو حالاتو کښې ځان د عراقي وروڼو ترڅنګه بولي او ترهه ګري چې په هر شکل کښې وي به کامله توګه يې غندي. د ويلو ده چې د ترهه ګرۍ په دغه حمله کښې چې داعش ترهه ګرې ډلې يې ذمه واري په غاړه واخېسته د امام نقي (ع) د فرزند سيد محمد (ع) په روضه مبارکه کښې وشوه او تقريباً څلوېښت تنه پکې مړۀ او تر اوياو پورې نور ژوبل شول.

--------