په پارلېمان کښې د پاکستان د وزیراعظم د وېنا څېړنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i35302-په_پارلېمان_کښې_د_پاکستان_د_وزیراعظم_د_وېنا_څېړنه
د پاکستان د پارلېمان استازیو د دغه هېواد د وزیراعظم محمد نواز شریف وېنا چې د هغۀ د مخالفانو له نظره غېر واقعی وبللې شوه د دغې ادارې په اېجنډا کښې وګرځوله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2016 11:36 Asia/Kabul
  • په پارلېمان کښې د پاکستان د وزیراعظم د وېنا څېړنه

د پاکستان د پارلېمان استازیو د دغه هېواد د وزیراعظم محمد نواز شریف وېنا چې د هغۀ د مخالفانو له نظره غېر واقعی وبللې شوه د دغې ادارې په اېجنډا کښې وګرځوله.

له دې وروسته چې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف د اقتصادی فساد د شکایت په دوسیه کښې د هغه  وکیل د دغه هېواد په پارلېمان کښې د هغه وېنا یوازې یوه سیاسی او له حقیقته لرې وېنا وبلله، د پارلېمان استازی په لټه کښې دی چې له لا زیاتې څېړنې وروسته په دې زمینه کښې فېصله وکړی. د پاکستان وزیراعظم په پارلېمان کښې په خپله وېنا کښې په لندن کښې د خپلو شتمنیو په اړه خبرې کړې وې.

 د نواز شریف دغه وېنا د دې وسیله وګرځېده چې عمران خان د هغې په استناد سره د نواز شریف د اقتصادی فساد په اړه شکایت وکړی. خو د پاکستان د وزیراعظم وکیل په محمکه کښې  وویل چې په پارلېمان کښې د نواز شریف وېنا یوازې یوه سیاسی وېنا وه او څه حقیقت نه لری. څه موده مخکې  د پاکستان په قضائی اداره کښې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان په شکایت سره د نواز شریف د اقتصادی فساد په تور باندې د غور لپاره د محکمې له جوړېدو سره په یو وخت په پارلېمان کښې د نواز شریف د وېنا څېړنه د پاکستان په وزیراعظم باندې د دباوونو د زیاتېدو ښودنه کوی. د اقتصادی فساد د تور په اړه له نواز شریف څخه د عمران خان شکایت یوازې په لندن کښې د نوازشریف د شتمنیو په باره کښې د پاکستان په پارلېمان کښې د هغه د وېنا په وجه نه دے بلکه د نواز شریف او د هغۀ د کورنۍ په خلاف د مالی فساد د تور طرحه له تېرو اوو میاشتو څخه د پاکستان په وزیراعظم باندې په تېره بیا د تحریک انصاف د مشر عمران خان لخوا د دباونو د زیاتېدو سبب شوې ده. د پاکستان د وزیراعظم او د هغۀ  د کورنۍ په خلاف  د مالی فساد چې د پېسو پاکول او له ټېکسونو او مالیاتو څخه تېښته پکې شامله ده په باره کښې د پاناما سندونه د موسک فونسکا نومې له یوې پانامائی حقوقی ادارې سره اړوند دی چې په دغه هېواد کښې د پاناما لیکس په نامه مشهور شوی دی.

په  وروستیو څو میاشتو کښې عمران خان د نواز شریف او واکمن ګوند په خلاف د پاکستان د وزیراعظم له پوسټ څخه د څنګته کېدو لپاره له نواز شریف څخه د غوښتنې په اړه   په یوه وېنا کښې څو ځل خپل پلویان په نواز شریف باندې د لار زیات دباو راوړلو لپاره سړکونو ته راوستی دی. په همدې وجه تېره میاشت د نواز شریف په خلاف تورونو باندې د قضائی غور کولو مخکې او په نومبر کښې د نوازشریف په خلاف د عمران خان د ملګرو د سړکونو د مظاهرو په درشل کښې د پاکستان حکومت له عمران خان سره د خبرو اترو  لپاره د مشروط چمتووالی خبر ورکړ.

د پاکستان ددفاع وزیر خواجه آصف ویلی وو چې نواز شریف له وزیراعظمۍ څخه نه څنګته کیږی خو د اسلام آباد حکومت د ځینو مشکلاتو د هواری لپاره له عمران خان سره خبرو اترو ته چمتو  دے. په داسې حالاتو کښې چې د پاکستان محکمه د نوازشریف د مالی فساد په تور باندې د غور کولو په حال کښې ده د هغۀ دریځونو سیاسی مخالفې ډلې د وزیراعظم په خلاف ائتلاف جوړولو ته هڅولی دی. عمران خان د مالی فساد د تور په دوسیه کښې د نواز شریف په خلاف د اعتراضونو مدیریت په غاړه لری او هیله من دے چې سیاسی دباوونه او د عامه خلقو احتجاجونه به په دغې دوسیې باندې د پرېکنده او ګړنده غور کولو او د قضائی ادارې لخوا له اقتداره د وزیراعظم د لرې کېدو د حکم له احتمالی صادرېدو وروسته  د نوازشریف د څنګته کېدو سبب شی.

----------