هند له پاکستان سره د اختلافاتو په هوارولو تاکید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i37372-هند_له_پاکستان_سره_د_اختلافاتو_په_هوارولو_تاکید_وکړ
د هند د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار له پاکستان سره د خپل هېواد د اختلافاتو په هواری تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2017 13:02 Asia/Kabul
  • هند له پاکستان سره د اختلافاتو په هوارولو تاکید وکړ

د هند د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار له پاکستان سره د خپل هېواد د اختلافاتو په هواری تاکید وکړ.

د سحر چېنل د رپوټ له مخې مبشر جواد اکبر پرون په نوی ډیلی کښې وویل: هند او پاکستان د خبرو اترو له لارې کولې شی خپل مشکلات هوار کړی.

هغۀ زیاته کړه، هند د پاکستان په شمول له ټولو ګاونډیانوسره د ښو تعلقاتو غوښتونکے دے او په سیمه کښې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره  کوشش کوی.

هغۀ څرګنده کړه چې نوے ډیلے او پاکستان پکار دی په سیمه کښې د ترهه ګرۍ جرړې وباسی.

-----------