ایران لسګونه غیرقانوني پاکستانيان بیرته ستانه کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57871-ایران_لسګونه_غیرقانوني_پاکستانيان_بیرته_ستانه_کړل
په پاکستان کښې بې روزګاري او اقتصادي ستونزې د دغه هیواد د خلکو د غیرقانوني مهاجرت ستره وجه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2017 18:40 Asia/Kabul
  • ایران لسګونه غیرقانوني پاکستانيان بیرته ستانه کړل

په پاکستان کښې بې روزګاري او اقتصادي ستونزې د دغه هیواد د خلکو د غیرقانوني مهاجرت ستره وجه ده.

د ایران پوله ساتو ځواکونو د پاکستان سرحدي چارواکو ته د ۷۳ غیرقانوني پاکستاني کډوالو د سپارلو خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان رسمي رسنیو په یو رپورټ کښې اعلان وکړ چې دغه ۷۳ غیرقانوني مهاجر چې په مهاجرت پورې اړوند معتبر مدارک نه لري، د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا د تفتان سرحد له لارې د پاکستان سرحدي ځواک ته وسپارل شول.

دغو غیرقانوني پاکستاني مهاجرینو نیت درلود چې د ایران له لارې اروپايي هیوادونو ته لاړ شي.

کابو یوه اونۍ مخکښې هم ۱۷۷ پاکستاني ښآریز په غیرقانوني بڼه ایران ته د راتګ په وجه نیول شوي وو چې د پاکستان حکومت ته وسپارل شول.

په پاکستان کښې بې روزګاري او اقتصادي ستونزې د دغه هیواد د خلکو د غیرقانوني مهاجرت ستره وجه ده.