په پاکستان د امریکا دباو جدی یا تاکتیکی ؟
پاکستان لګیا دې له امریکا سره واټن زیاتوی او له ۷۰ کلونو وروسته اوس د سیمې هیوادونو یعنی چین او روسیې ته نږدې کیږی او غواړی چی خپلې اړتیاوې له دغو هیوادونو تامین کړی
د تهران د پښتو رادیو له راپور سره سم ، د ننګرهار ، جوزجان او سرپل ولایتونو د استازیو له قوله رارسیدلی راپورونه د دې ښودنه کوی چی د داعش ترهه ګره ډلګۍ په ختیځو او شمالی ولایتونو کې پراخه شوی ده چی د دغو سیمو خلک یې سخت اندیښمن کړی دی .
د افغانستان په ملی پارلیمان کې د ننګرهار ولایت استازی ډاکټر عصمت ا... شینواری چی له تهران راډیو سره یې ټیلی فونی خبرې کولې ، په دې باره کې وویل داعش چی څو کاله مخکې له پاکستان سره د ننګرهار د ګډې پولې درلودلو په وجه په نوموړی ولایت کې راڅرګند شو ، هدف یې په دغه ولایت کې پاتی کیدل نه وو بلکې غوښتل یې چی له ننګرهار د یوې ټرانزیټی لارې په توګه استفاده وکړی او د افغانستان شمالی او شمال ختیځو ولایتونو ته ځان ورسوی او هدف یې هم د افغانستان د ګاوندیانو ګواښل وو خو د شینوارو ولسوالی یې په وړاندې ودیردلې او اوس ورځ په ورځ په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې پیاوړی کیږی . هغه وویل داعش اوس د ننګرهار خلکو ته خبردارې ورکړې دی چی که د دغې ډلې حکم ونه منی نو له ډیر بد برخلیک سره مخامخ شی .همداراز په پارلیمان د سرپل ولایت استازی لطف ا... عزیزی هم د داعش د فعالیتونو په اړه ویلی دی چی دغه ډله د سرپل ولایت په قوش تپې اودزد اب ولسوالیو کې مرکزونه او روزنیزې اډې لری . د هغه په وینا داعش خلک مجبوروی چی له هغو سره یو ځای شی ، دا په داسې حال کې دی چی د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس او د ناټو سرمنشی ستولتنبرګ چی څه موده مخکې یې کابل ته سفر درلوده ، ادعا کړی وه چی داعش په ننګرهار ولایت کې په بشپړه ځپل شوی دی . د یادولو ده چی په پارلیمان کې د ننګرهار ولایت د خلکو استازی حاجی ظاهر قدیر او همداراز له هسکه مینه او خوګیاڼی ولسوالیو ځینې عینی شاهدان وایی چی د افغانستان ملی پوځ چی په دغو سیمو کې شتون لری ، داعش پرضد هیڅ اقدام نه کوی ، بلکې د عینی شاهدانو په وینا د طالبانو او داعش تر مینځ په نښتو کې یوازې د طالبانو په مورچو د امریکایی او افغان عسکرو لخوا بمباری کیږی ، په داسې حال کې چی امریکا د افغانستان لپاره په خپلې نوی ستراتیجۍ کی پاکستان د افغانستان د جنګ د دوام اصلی عامل معرفی کړی دې او دا سټراټیجۍ هم د امریکا د خارجه وزیر ریکس تیلرسن چی د نهې په ورځ د څو ساعتونو لپاره اسلام اباد ته لاړ وو ، د پاکستان لوړ رتبه سیاسی او پوخی مقاماتو ته سپارل شوی ده .
ټیلرسن چی له اسلام اباده وروسته ، هندوستان ته لاړ ، په نوی ډیلی کې یې له خپل هندۍ هم څنګې سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل له پاکستانه د امریکا غوښتنې او تمې دا دی چی په خپله خاوره کې د ترهه ګرو ډلو پناه ځایونه له مینځه یوسی او اسلام اباد ته په سفر کې یې له پاکستانی چارواکو سره په کتنه کې هم دا خبره کړی ده . له پاکستانی چارواکو سره په خبرو اترو کې د ټیلرسن لهجه ښئ چی له امریکا او لویدیځ سره د پاکستان ۷۰ کلنه دوستی له خطر سره مخامخ کیږی او د پاکستان د خارجه وزیر خواجه اصف بیا بیا دا څرګندونې چی لومړې یې په سنا او بیا یې په ملی پارلیمان کې هم اسلام اباد ته د امریکا د خارجه وزیر د سفر په اړه وکړې ، دا ښئ چی پاکستان لګیا دې له امریکا سره واټن زیاتوی او له ۷۰ کلونو وروسته اوس د سیمې هیوادونو یعنی چین او روسیې ته نږدې کیږی او غواړی چی خپلې اړتیاوې له دغو هیوادونو تامین کړی . ټیلرسن کله چی په اسلام اباد کې له لنډې ایسارتیا وروسته هندوستان ته ولاړ ، نو افغان ولسمشر اشرف غنی هم هلته د امریکا ، هند او افغانستان د مثلث د یوې برخې په توګه هلته موجود وو او دا مثلت پاکستان له ترهه ګرو ډلو په ملاتړ تورنوی ، که څه هم د دغه مثلث دوې برخې یعنی افغانستان او هندوستان بد نه راځی چی د دغه مثلث دریمه برخه یعنی امریکا له پاکستان سره پوځی ټکر ته وهڅوی ، خو د افغانستان د پخوانی ولسمشر حامدکرزی په وینا چی په تهران کې یې په یوه مطبوعاتی کانفرنس کې د تهران د پښتو راډیو پوښتنې ته ځواب ورکوه ، وویل چی امریکا د افغانستان د جنګ په ختمولو کې جدی نده ،د هغه په وینا د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د امریکا نوی ستراتیجۍ د افغانستان د جنګ په دوام بلکې په له سختولو متمرکزه ده . کرزی زیاته کړه د افغانستان لپاره په ستراتیجۍ کې په پاکستان د امریکا دباو ، د چین او پاکستان ترمینځ د اقتصادی کویډور د ناکامولو لپاره یو تاکتیک دې . کرزی د امریکا د سلطې د ناکامولو لپاره چی د افغانستان لپاره نوی ستراتیجۍ یې یوه برخه ده . د طالبانو په شمول د بین الافغانی خبرو غوښتنه وکړه .
عاشق حسین طوری