پاکستان کښې دې زرترزره د انتخاباتو له لارې نوی وزیراعظم وګمارل شي
Nov 10, 2017 12:47 Asia/Kabul
د پاکستان تحریک انصاف مشر په دغه هیواد کښې له وخته مخکښې د وزیراعظمۍ د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې عمران خان د پاکستان له موقته وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وغوښتل چې په هیواد کښې له وخته مخکښې د انتخاباتو د کولو لپاره زرترزره حالات برابر کړي.
هغه همداشان د پاکستان د احتساب ادارې د پخواني مشر قمر زمان چودري د سزا کیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې هغه په مالي فساد کښې د تیر وزیراعظم نواز شریف ملګری و.
د ویلو ده چې د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان په غوښتنه د دغه هیواد سترې محکمې تیر وزیراعظم نواز شریف د مالي فساد په تور څنګته کړ. او اوس عمران خان د هیواد د حالاتو په کړکیچن بللو سره د نوي وزیراعظم د ټاکلو لپاره له وخته مخکښې د انتخاباتو د کیدو غوښتنه کړې ده.
ټیګونه