د نواز شریف د ځامنو د نیولو حکم صادر شو
Nov 15, 2017 18:30 Asia/Kabul
د پاکستان د احتساب ادارې ځانګړې محکمې د دغه هیواد د تیر وزیراعظم د ځامنو د نیولو حکم صادر کړ.
له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې د پاکستان د احتساب ادارې ځانګړې محکمې د نواز شریف د مالي فساد د دوسیې په څیړنه کښې د هغه ځامن حسن نواز او حسین نواز مخروران او تښتیدلي وبلل او د محکمې په غونډو کښې د هغوي ګډون نه کول یې د نه منلو وړ وبلل او د هغوي د نیولو حکم یې صادر کړ.
دغې محکمې د پاکستان ټولو اړوندو ارګانونو ته امر کړی چې دغه دواړه کسان تر قانوني تعقیب لاندې راولي.
ټیګونه