دپاکستان دقانون وزیرزاهد حامد استعفا ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59967-دپاکستان_دقانون_وزیرزاهد_حامد_استعفا_ورکړه
زمونږخبریال وایی دپاکستان دحکومت او د پرلتې وهونکی مذهبِي ګوند لبیک یارسول صلی الله علیه واله وسلم ترمینځ دشوي موافقې پراساس د قانون وزیر زاهد حامد په داوطلبه توګه له خپل مقام څخه استعفا ورکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2017 03:17 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر به نن دقانون د وزیر استعفا ومني .
    د پاکستان لومړی وزیر به نن دقانون د وزیر استعفا ومني .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دحکومت او د پرلتې وهونکی مذهبِي ګوند لبیک یارسول صلی الله علیه واله وسلم ترمینځ دشوي موافقې پراساس د قانون وزیر زاهد حامد په داوطلبه توګه له خپل مقام څخه استعفا ورکړه .

دپاکستان د قانون وزیر خپله استعفا  لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی ته ورکړی ده .

دپاکستان دقانون وزیر زاهد حامد په خپلې استعفا کښې ویلی دی د روان میلادی کال دانتخاباتو دقانون په مادې کښې له بدلون سره زما هیڅ ارتباط نشته .

دپاکستان دقانون وزیر په خپل استعفا لیک کښې ویلی دی هیواد له کړکیچن حالت سره مخ دی او ددغه کړکیچن حالت په وجه زه په خپله خوښه له خپلې څوکۍ استعفا ورکوم .

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی  به نن دقانون د وزیر زاهد حامد  استعفا ومنی .

دپاکستان دقانون وزیر زاهد حامد به هم نن دخپلې استعفا په اړه تفصیلی خبرې وکړی .

دغه راز دپاکستان دلبیک یارسول الله صلی الله علیه السلام د مذهبی ګوند پرلتې وهونکو وویل دوې به په خپله خوښه د قانون دوزیر زاهد حامد استعفا ته دغبرګون لپاره نن سهار اوه(۷) بجې غونډه وکړی .

دپاکستان لبیک یارسول الله ص ګوند له تیرو یویشتو(۲۱) ورځو راهسې په اسلام اباد کښې پرلتې وهلو ته دوام ورکړی او دهغوې غوښتنه د قانون د وزیر استعفا ورکول وو .