دپاکستان مذهبی ګوند د لاهور پرتلې ختمه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i60297-دپاکستان_مذهبی_ګوند_د_لاهور_پرتلې_ختمه_کړه
زمونږخبریال وایی دپاکستان دپنجاب صوبې په لاهور کښې هم د مذهبی ګوند لبیک یا رسول الله ص لخوا پرلتې چې اوه(۷) ورځې یې دوام درلود ختمه شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2017 03:15 Asia/Kabul
  • مولانا اصف جلالي له تحریک لبیک څخه استعفا هم ورکړه .
    مولانا اصف جلالي له تحریک لبیک څخه استعفا هم ورکړه .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دپنجاب صوبې په لاهور کښې هم د مذهبی ګوند لبیک یا رسول الله ص لخوا پرلتې چې اوه(۷) ورځې یې دوام درلود ختمه شوه .

په پرلتې کښې ګډون کونکی کسان تیت پرک شوی .

د پاکستان دمذهبی ګوند لبیک یا رسول الله   دمولانا اصف جلالې څانګې  مشرانو د پنجاب صوبې حکومت ته یوه (۱)میاشت مهلت ورکړی دی چې ددوې غوښتنې پوره کړی .

ډاکټر اشرف اصف جلالی د پنجاب صوبې دقانون د وزیر  رانا ثناالله د استعفا کولو مسله خواجه حمیدالدین سیالوی ته پریښودلی ده .

اشرف جلالی د پرلتې دوهلو په ختمولو سره وویل زمونږ ټولې غوښتنې منل شوی .

راپورونه وایی چې دپاکستان دپنجاب صوبې حکومت د لبیک یارسول الله د مولانا اصف جلالی څانګې مشران  قانع کړی چې د پنجاب صوبې د قانون دوزیر رانا ثناالله د استعفا غوښتنه بیرته واخلی  .

دپاکستان دپنجاب صوبې حکومت او د لبیک یارسول الله د مولانا اصف جلالی څانګې مشرانو موافقه وکړه د راجا ظفر الحق لخوا لیکل شوی راپور ددسمبر د میاشتې تر اتویشتمې(۲۸) نیټې پورې خپور کړی .

دغه راز مولانا اصف جلالی له تحریک لبیک یارسول الله  ګوند  څخه استعفا هم ورکړه .