پاکستان د امریکې د مالي مرستو د بندیدو هیڅ پروا نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62697-پاکستان_د_امریکې_د_مالي_مرستو_د_بندیدو_هیڅ_پروا_نه_کوي
د پاکستان حکومت د امریکې د ولسمشر له ګواښونو وروسته غونډه جوړه کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2018 16:59 Asia/Kabul
  • پاکستان د امریکې د مالي مرستو د بندیدو هیڅ پروا نه کوي

د پاکستان حکومت د امریکې د ولسمشر له ګواښونو وروسته غونډه جوړه کړه.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا پاکستان ته له دړکو او ګواښ وروسته د پاکستان حکومت نن یوه غونډه وکړه چې پکښې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم ګډون وکړ. د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د پاکستان قربانیو ته د ټرمپ بې پامۍ خواشینونکې ده او باید زرترزره د امریکې ګواښونو ته د جدي غبرګون فکر وشي.

په یاده غونډه کښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف وویل: په اسلام آباد باندې د امریکې د مالي مرستو بندیدل هیڅ اهمیت نه لري ځکه چې مونږ ډیره موده مخکښې په دې هکله چاره لټولې ده او اوس د دغو مرستو پرځاې نور مختلف انتخابونه لرو.

هغه د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د هیواد د اوسنیو ستونزو مسئول وباله او زیاته یې کړه: کومه غلطه فیصله چې د هغه په وختو کښې وشوه، د اسلام آباد لپاره یې مختلفو مشکلات جوړ کړل.

د اسلام آباد او واشنګټن ترمینځ وروستۍ شخړې پس له هغې پیل شوې چې ډونلډ ټرمپ، پاکستان د ترهګرۍ مرکز وباله او په دغه هیواد یې د امریکې مالي مرستې بندې کړې.