پاکستان باید دناټو او دامریکا تدارکاتی کرښه غوڅه کړی
Jan 06, 2018 05:38 Asia/Kabul
-
پاکستان په افغانستان کښې ددیره ترهګرو ډلو په ملاتړ کولوسره په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ او دناامنۍ دزیاتیدا سبب دی .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان پرون داسلام اباد پرضد د امریکا د ولسمشر ټرمپ نویوتورونو ته په غبرګون کښې ډاګینه کړه له پاکستان څخه دناټو او دامریکا تدارکاتی کرښه باید غوڅه شی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ پاکستان ترهګرو ته په پناه ورکولو تورن کړی او ویلی یې دی چې واشنګټن به له اسلام اباد سره مالی مرستې غوڅې کړی .
د پاکستان د مالیې وزارت هم ویلی دی امریکا له دغه هیواد سره ۲۵۵ میلیونه ډالره مرستې غوڅې کړی دی .
امریکا وایی چې پاکستان په افغانستان کښې ددیره ترهګرو ډلو په ملاتړ کولوسره په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ او دناامنۍ دزیاتیدا سبب دی .
ټیګونه