د پاکستان د قومی اسمبلۍ یو شمېر استازی مشهد مقدس ته لاړل
د پاکستان د پارلېمان یو شمېر استازیو د ایران په مشهد مقدس ښار کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم امام حضرت امام علی رضا (ع) د پاک حرم زیارت وکړ.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې په دغو زیارت کونکو کښې د پاکستان د قومی اسمبلۍ د مشر مېرمن «ریما ایاز صادق» پرون په مشهد کښې د دې په بیانولو سره چې په وړومبی ځل یې د امام رضا (ع) زیارت کړے دے وویل: « په مقدس ځاے کښې مې د یو خاص ارامښت احساس وکړ او په دغه پاک حرم کښې حاضری زما لپاره د ویاړ او خوشحالۍ خبره ده.»
ریما ایاز صادق د آستان قدس رضوی د قرآن او نفیسو آثارو په میوزیم کښې د کربلا د واقعې په محوریت سره ځینو موجودو اثارو ته په اشارې سره زیاته کړه: د کربلا د دشتې واقعه د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره یو پېغام دے او یوازې له تېر وخت سره تعلق نه لری.
ریما ایاز صادق هیله څرګنده کړه چې د نړۍ ټول مسلمانان به له یو بل سره متحد شی او د حقیقت د ترلاسه کولو لپاره د اسلام له دښمنانو سره مبارزه وکړی.