امریکا دپاکستان په اړه دوه ګوڼه سیاستونه لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i63659-امریکا_دپاکستان_په_اړه_دوه_ګوڼه_سیاستونه_لری
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د دفاعی چارو کارپیژاند او څیړاند محمود خان وایی امریکا د خپلو سیمه ایزو هدفونو دپرمخ بیولو لپاره د اسلام اباد په وړاندې دوه ګوڼه سیاست غوره کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2018 02:34 Asia/Kabul
  • امریکا تل له پاکستان څخه په سیمه کښې دخپلو ګټو لپاره استفاده کړي ده .
    امریکا تل له پاکستان څخه په سیمه کښې دخپلو ګټو لپاره استفاده کړي ده .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د دفاعی چارو کارپیژاند او څیړاند محمود خان وایی امریکا د خپلو سیمه ایزو هدفونو دپرمخ بیولو لپاره د اسلام اباد په وړاندې دوه ګوڼه سیاست غوره کړی دی .

هغه په دې خبرې سره چې د پاکستان په اړه د امریکا د سپینې ماڼۍ د چارواکو سیاستونه کاملا سلیقه دی وویل واشنګټن په نوی کړچار سره کوشش کوی له پاکستان څخه خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره اوزاری استفاده وکړی .

دپاکستان د دفاعی چارو کارپیژاند وویل امریکا په یو وخت دپاکستان له حکومت سره له دوو (۲)لارویعنی دباو او دوستۍ استفاده کوی .

هغه له ترهګرۍ دملاتړ په اړ دپاکستان پرضد دامریکا بې اساسه تورونو ته په اشارې سره وویل داسلام اباد حکومت له ټروریزم سره دمبارزې لپاره د امریکا مرستو ته هیڅ ضرورت نلری .

دپاکستان د دفاعی چارو یوه(۱) بل شناندی جنرال رضا محمد خان هم ویلی دی امریکا تل له پاکستان څخه په سیمه کښې دخپلو ګټو لپاره استفاده کړی ده .