پاکستان د کابل ترهه ګریزه حمله وغندله
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بېګا په ټوئیټر پاڼه کښې په کابل کښې پرونۍ ترهه ګریزه حمله چې پکښې په سلګونو کسان مړۀ او ژوبل شول وغندله او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږی څرګنده کړه.
پرون د افغانستان په پائېتخت کابل ښار کښې د بم اېښودل شوی موټر د چاودېدو له امله لږ تر لږه ۹۵ تنه ووژل شول او ۱۵۸ نور ژوبل شول. طالب ډلې د دغې ترهه ګریزې حملې ذمه واری په غاړه واخېسته.
د ایرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د خارجه وزارت ویاند محمد فېصل همدارنګ وویل: ترهه ګری سمه لاره چاره نه ده.
دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت هم پرون مازیګر په کابل کې دبم چاودنې او بوږنونکی غمیزې د عاملانو غیر انسانی اقدام په سخته وغندۀ او د افغانستان له حکومت ،ملت او دقربانیانو له کورنیو سره ئې خواخوږی ښودلې ده .
بهرام قاسمی وویل ، اسلامی ایران تل د ترهه ګرۍ په ټولو شکلونو کښې له دغې سپیرې بلا سره د دومدارې مبارزې په ضرورت ټینګار کړے او په کرتو ئې په دې باب خپل کلک هوډ ښودلے دے.
بهرام قاسمی زیاته کړه،د سیمې دهیوادونو صادقانه ملګرتیا، د ترهه ګرۍ له سپیرې بلا سره دمقابلې یوازینۍ لار ده .
د افغانستان مختلفې سیمې په دې وروستیو میاشتو کښې د ترهه ګریز حملو او چاودنو کتونکې دی. چې د دغو اکثرو پېښو ذمه واری طالب او داعش ډلې په غاړه اخلی.