دپاکستان طالبانو د خان سید سجنا وژله تائید کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65449-دپاکستان_طالبانو_د_خان_سید_سجنا_وژله_تائید_کړه
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د طالبانو ډلې یوه() ویندوی اعظم طارق محسود دامریکا د بې پایلوته الوتکې په حملې کښې ددغه ډلې دیوه(۱) قوماندان خان سید سجنا وژله تائید کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2018 01:06 Asia/Kabul
  • دپاکستان طالبانو ترهګرې ډلې په هیواد کښې په ډیرو بم چاودنو او حملو کښې په زرګونو بې ګناه خلک چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي وژلي دي .
    دپاکستان طالبانو ترهګرې ډلې په هیواد کښې په ډیرو بم چاودنو او حملو کښې په زرګونو بې ګناه خلک چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي وژلي دي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان د طالبانو ډلې یوه() ویندوی اعظم طارق محسود دامریکا د بې پایلوته الوتکې په حملې کښې ددغه ډلې دیوه(۱) قوماندان خان سید سجنا وژله تائید کړه .

هغه وویل خان سید سجنا په تیرې چهارشنبې ورځ د افغانستان او دپاکستان په یوه(۱) سرحدی کلی کښې د امریکا د بې پایلوټه الوتکې په حملې کښې وژل شوی وو .

دپاکستان دطالبانو ډلې  ویندوی اعظم طارق محسود وویل ددغه ډلې یوبل قوماندان مفتی نور والی د خان سید سجنا پرځاې مشر ټاکل شوی دی .

اعظم طارق محسود وویل چې مفتی نور ولی د پاکستان د طالبانو ډلې دمشر ملا فضل الله چې ګمان کیږی په افغانستان کښې پټ دی ملاتړ لری .

دپاکستان دطالبانو ډلې وژل شوی مشر خان سید سجنا چې یو() بې سواده کس وو په کراچۍ کښې دسمندری عسکرو په اډې او دغه راز په ۲۰۱۲ کښې په بنو کښې په یوه(۱) زندان د حملې پلانونکی وو چې پکښې څلور سوه (۴۰۰)طالبان له زندان څخه خوشی کړی شوی وو .

دپاکستان طالبانو ترهګرې ډلې په هیواد کښې په ډیرو بم چاودنو او حملو کښې په زرګونو بې ګناه خلک چې اکثره یې ښځې او ماشومان دی وژلی دی .