دپاکستان او امریکا اړیکې باید خرابې نشی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65621-دپاکستان_او_امریکا_اړیکې_باید_خرابې_نشی
ایرنا خبری اژانس وایی په امریکا کښې دپاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدری په دې خبرې سره چې اسلام اباد دافغانستان په جنګ کښې دنورو هیوادونو د ماتی خوړلو ځواب ویونکی نه دی وویل د اسلام اباد او د واشنګټن اړیکې باید دافغانستان د مشکلاتو تر اغیز لاندې ورنشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2018 01:45 Asia/Kabul
  • اوس دامریکا په شمول دنورو هیوادونو وار دی چې په خپلو دندو عمل وکړي .
    اوس دامریکا په شمول دنورو هیوادونو وار دی چې په خپلو دندو عمل وکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی په امریکا کښې دپاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدری په دې خبرې سره چې اسلام اباد دافغانستان په جنګ کښې دنورو هیوادونو د ماتی خوړلو ځواب ویونکی نه دی وویل د اسلام اباد او د واشنګټن اړیکې باید دافغانستان د مشکلاتو تر اغیز لاندې ورنشی .

هغه وویل دپاکستان دپوځ د ترهګرۍضد عملیات د ټروریسټانو د ټولو پټنځایونو دله مینځه تلو سبب شوی دی او اوس دامریکا په شمول دنورو هیوادونو وار دی چې په خپلو دندو عمل وکړی .

په امریکا کښې دپاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدری وویل د دواړو هیوادونو اویا(۷۰) کلنې اړیکې په دایمی ډول له ټیټو هسکو سره مخ دی او دا لومړی(۱) ځل نه دی چې دوه اړخیزه اړیکې له ستونزې سره مخ کیږی .

اعزاز چوهدری دغه راز دافغانستان دکړکیچ دحل لارې په اړه هم وویل د افغانستان دکړکیچ د هواری لپاره دپاکستان وړاندیز دغه هیواد ته دعسکرو استول او لشکرکشۍ نه بلکې خبرې اترې دی .

په امریکا کښې دپاکستان دسفیر دغه څرګندونې په داسې حال کښې شوی دی چې په مالی او اقتصادی چارو کښې د پاکستان دلومړی وزیر شاهد خاقان  عباسی سلاکار مفتاح اسماعیل هم پرون ویلی وو امریکا د ترهګرۍ د مالی ملاتړو په نړیوال فهرست کښې د پاکستان د نوم د شاملولو لپاره په هڅې سره ښودلی ده چې واشنګټن د اسلام اباد لپاره د ډاډ وړ شریک نه دی