د افغانستان د خبرو اترو له وړانديز څخه د پاکستان هرکلے
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66679-د_افغانستان_د_خبرو_اترو_له_وړانديز_څخه_د_پاکستان_هرکلے
د پاکستان حکومت د کابل او اسلام آباد د اختلافاتو د هواري په خاطر د دواړو هېوادونو ترمېنځ د خبرو اترو د بيا شروع کولو لپاره د افغان ولسمشر له وړانديز څخه هرکلے وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2018 07:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان د خبرو اترو له وړانديز څخه د پاکستان هرکلے

د پاکستان حکومت د کابل او اسلام آباد د اختلافاتو د هواري په خاطر د دواړو هېوادونو ترمېنځ د خبرو اترو د بيا شروع کولو لپاره د افغان ولسمشر له وړانديز څخه هرکلے وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې په اسلام آباد کښې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال د پاکستان د ملي د امنيت له صلاحکار ناصر خان جنجوعه سره په کتنه کښې د سيمې د ثبات او امنيت د پياوړتيا لپاره له پاکستان سره د نزديو تعلقاتو او خبرو اترو د بيا شروع کولو د وړانديز په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پېغام ابلاغ کړ.

په اسلام آباد کښې افغان سفير د دغه اقدام د کاميابۍ لپاره د ګاونډي هېواد په توګه د پاکستان کردار ادا کولو ته هيله څرګنده کړه.

د پاکستان د ملي امنيت صلاحکار هم په دغه کتنه کښې د اسلام آباد او کابل ترمېنځ د خبرو اترو د بيا شروع کولو له وړانديز څخه په هرکلي سره وويل: د افغانستان امنيت د پاکستان لپاره ضروري دے او پاکستان تل هم په سيمه ايزه سطح او هم په نړيواله سطح  د افغانستان د صلحې او امنيت له کوششونو څخه ملاتړ کړے دے.

افغان ولسمشر د تېرې چارشنبې په ورځ هم د کابل د صلحې په نړيواله غونډه کښې وويل: افغان حکومت د تېر په هېر بنياد باندې له پاکستان سره د مذاکراتو او د سياسي خبرو اترو د نوي پړاو د شروع کولو په لټه کښې دے.