د پاکستان یوی پارلمانی غړې په خود کشۍ اقدام وکړ
Mar 06, 2018 12:20 Asia/Kabul
د پاکستان یوې پارلمانی غړې، چی له پیپلز پارټۍ څخه د بډې په اخیستو تورنه شوې وه، په خودکشۍ لاس پوری کړ.
د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، د سند د صوبایی پارلمان غړې« شازیه فاروق »؛ چی د متحده قومی ګوند غړې ده، په هغې د بډې اخیستو د تورونو د دباؤ له زیاتیدو پسی، د زیاتو خواب آوره ګولیو په خوړلو سره، په ځان وژنی اقدام وکړ، خو د ډاکترانو د ټیم په هڅې سره وژغورله شوه.
د کراچۍ ښار زیاترو رسنیو، په هغې تور لګولئ ؤ؛ چی له پیپلز پارټۍ څخه یی بډه اخیستې او د سنټ په انتخاباتو کی یی د دغه ګوند نماینده ته رایه ورکړې ده.