پاکستان؛ د افغانستان مهاجرینو ته مهلت ورکړی
Mar 31, 2018 11:32 Asia/Kabul
د پاکستان دولت؛ پدی هیواد کی د کابو یو میلیون او څلور لکه افغان کډوالو د اقامت موده، یو ځلې بیا تمدیده کړه.
د ایرنا د راپور په اساس، د پاکستان د لمړی وزیر« شاهد خاقان عباسی » دولت، له نن شنبی؛ د مارچ میاشتې له ۳۱ نیټې څخه، پدغه هیواد کی د افغانستانی مهاجرینو د اقامت او اوسیدو موده، د نورو دریو میاشتو لپاره تمدیده کړه.
د اسلام آباد دولت؛ تر اوسه پوری څو ځلې، په پاکستان کی د افغان مهاجرینو د اقامت مهلت تمدید کړئ دئ.
د پاکستان د نفوسو د ثبت احوال ادارې، پدغه هیواد کی د افغانستان د قانونی مهاجرینو شمیر، یو میلیون او څلور لکه؛ او د غیر قانونی کډوالو شمیر شپږ لکه تنه اعلان کړئ دئ.