پاکستان؛ د افغانستان مهاجرینو ته مهلت ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68308-پاکستان_د_افغانستان_مهاجرینو_ته_مهلت_ورکړی
د پاکستان دولت؛ پدی هیواد کی د کابو یو میلیون او څلور لکه  افغان کډوالو د اقامت موده، یو ځلې بیا تمدیده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2018 11:32 Asia/Kabul
  • پاکستان؛ د افغانستان مهاجرینو ته مهلت ورکړی

د پاکستان دولت؛ پدی هیواد کی د کابو یو میلیون او څلور لکه  افغان کډوالو د اقامت موده، یو ځلې بیا تمدیده کړه.

د ایرنا د راپور په اساس، د پاکستان د لمړی وزیر« شاهد خاقان عباسی » دولت، له نن شنبی؛ د مارچ میاشتې له ۳۱ نیټې څخه، پدغه هیواد کی د افغانستانی مهاجرینو د اقامت او اوسیدو موده، د نورو دریو میاشتو لپاره تمدیده کړه.

د اسلام آباد دولت؛ تر اوسه پوری څو ځلې، په پاکستان کی د افغان مهاجرینو د اقامت مهلت تمدید کړئ دئ. 

د پاکستان د نفوسو د ثبت احوال ادارې، پدغه هیواد کی د افغانستان د قانونی مهاجرینو شمیر، یو میلیون او څلور لکه؛ او د غیر قانونی کډوالو شمیر شپږ لکه تنه اعلان کړئ دئ.