عربستان دمسلمانانوترمینځ داختلافاتولپاره ډيره پانګونه کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69008-عربستان_دمسلمانانوترمینځ_داختلافاتولپاره_ډيره_پانګونه_کړې_ده
د پاکستان د اهل سنت نامتو دینی عالم او د وحدت او یووالی جارچی ووئیل ،دمسلمانانو په لاس د مسلمانانو وژلې ، داسرائیلو دسیسه ده، چې یو غوره مثال ئې په یمن کې د دفتنو اودرز د رامینځة کولو لپاره د ډیرو زیاتو پیسو استعمالول دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 12, 2018 00:54 Asia/Kabul
  • عربستان دمسلمانانوترمینځ داختلافاتولپاره ډيره پانګونه کړې ده

د پاکستان د اهل سنت نامتو دینی عالم او د وحدت او یووالی جارچی ووئیل ،دمسلمانانو په لاس د مسلمانانو وژلې ، داسرائیلو دسیسه ده، چې یو غوره مثال ئې په یمن کې د دفتنو اودرز د رامینځة کولو لپاره د ډیرو زیاتو پیسو استعمالول دی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ د  پاکستان د ملی پیوستون د شورا یا دملی یکجهتی کونسل  مشر  او د اهل سنت نامتو دینی عالم  صاحبزاده  ابوالخیر زبیر پرون مازدیګر  په اسلام اباد کې د  : اسلامی وحدت او دپاکستان ثبات :نومې  سیمنار کې پخپلې وینا کې  ووئیل، دښمنان  په اسلامی نړۍ کې  د تاؤتریخوالو او شخړو په زیاتولو پسې دی .

 هغه  دمسلمانو ملتونو  د وحدت او ورورلۍ  پراختیا، له دښمن سره د خامخیدا  یوازینۍ وسله وبلله .

 د پاکستان د اهل سنت دغه  نامتو  دینی عالم  او د وحدت  او یووالی جارچی  دغه راز ووئیل ،  دمسلمانانو په لاس د مسلمانانو  وژلې ، داسرائیلو دسیسه ده،  چې یو غوره مثال ئې  په یمن کې د دفتنو اودرز د رامینځة کولو لپاره  د ډیرو زیاتو پیسو  استعمالول دی .

 صاحبزاده ابوالخیر زبیر دغه راز  روښانه کړې و  دسعودی عربستان ولی عهد  په ښکاره وئیلی دی ، هیواد ئې د ا مریکا په اشارې سره  دبیلابیلو قدرتونو په تیره بیا  دمسلمانانو  ترمینځ داختلافاتو د زیاتولو لپاره ډیره زیاته  پانګونه کړې ده ، چې پخپله   داسلامی ا مت د ویشلو او د استکبار او استعماری قدرتونو یو ستر خدمت دی  او له دې لارې ئې د اسلامی ا مت  د دړې وړې کیدا  زمینې برابرې کړی دی .  هغه وئیلی ،داسلامی امت ځینی بدغواړی له قدرته او پانګونو څخه په ناوړه استفادې سره  د تکفیری ترهه ګرو  هر ډول مرسته  او ملاتړ کوی  او تر څو چې  د دغو کسانو او دترهه ګرۍ د ملاتړو په ضد اقدام ونشی ،  په درستې نړۍ په تیره بیا په اسلامی نړۍ کې دترهه ګرۍ جرړې به هیڅکله هم وچې نشی .

په دغه کنفرانس کې  دپا کستان د مجلس وحدت  اسلامی  غورځنګ مشر  علامه راجه  ناصرعباس جعفری  هم پخپلې وینا کې  دمسلمانانو او د اسلام دپاک دین دپیروکارو  د وحدت او یووالی او دتکفیریّت د بلا  د ختمیدا  په ضرورت په ټینګار سره  وئیلی دی ،  دشیعه اوسنی  مسلمانانو لویان  دپاکستان بنسټګران دی  اوباید  دهغوی له ورورولۍ او وحدته درس واخستل شی   او تکفیری ټولنې  دجرړو د وچولو لپاره اساسی ګامونه پورته شی ،څو  اسلامی امت په تیره بیا دپاکستان  مسلمان ولس  دآرامښت  اوثبات مخ ووینی .  هغه روښانه کړې ، دینی عالمان د نده لری ، چې  دفتنو او نفاق  درامینځةکیدا مخه ونیسی او  شیعه اوسنی ګوندونه اوډلې  باید   د وحدت ،یووالی ، ګډو سیاسی موخو او دپاکستان د ثبات  او آرامښت  دپوره کیدا لپاره  سره متحد  او یو موټی شی .