افغانستان او پاکستان د کارې ډلې په هکله موافقې ته ورسیدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69642-افغانستان_او_پاکستان_د_کارې_ډلې_په_هکله_موافقې_ته_ورسیدل
زمونږخبریال وایی پاکستان او افغانستان د تجارتی مشکلاتو دحل کولولپاره د کاری ډلې دجوړولو په هکله موافقه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2018 01:54 Asia/Kabul
  • دهندوستان شیان افغانستان ته د ورتلو پرځاې په پاکستان کښې خرڅیدل .
    دهندوستان شیان افغانستان ته د ورتلو پرځاې په پاکستان کښې خرڅیدل .

زمونږخبریال وایی پاکستان او افغانستان د تجارتی مشکلاتو دحل کولولپاره د کاری ډلې دجوړولو په هکله موافقه وکړه .

پاکستان او افغانستان به په راتلونکی میاشت کښې د تجارتی مسلو دحل لپاره یوشمیر وړاندیزونه مطرح کړی .

دغه  موافقه دامریکا په پلازمینې واشنګټن کښې د افغانستان د خزانې وزیر اکلیل حکیمی  او د پاکستان دخزانې دسلاکار مفتاح اسماعیل ترمینځ په کتنې کښې وشوه او هغوې په راتلونکی می(May) میاشت کښې د کتنې په هکله هم موافقې ته ورسیدل .

له افغانستان سره دتجارتی مشکلاتو دحل لپاره په کتنې کښې به د پاکستان په پلاوی کښې د خزانې وزارت او د فیډرال بورډ اف ریونیو چارواکی شامل وی او د افغانستان حکومت هم په همدې سویه  پاکستان  ته  دیوه(۱) پلاوی د استولو موافقه کړی ده .

په واشنګټن کښې دپاکستان چارواکو دافغانستان له مسولینو سره په کتنې کښې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د تجارت په کمیدا اندیښنه ښودلی ده او دافغانستان چارواکو هم له پاکستان څخه غوښتی دی چې دافغانستان او د هندوستان ترمینځ د ځمکې له لارې د تجارت کولو اجازه ورکړی .

خو دپاکستان چارواکو د افغانستان له مسولینو سره په کتنې کښې وویل په تیر وخت کښې هم داډول تجارت د پاکستان لپاره ډیر مشکلات رامینځته کړی وو او دهندوستان شیان افغانستان ته د ورتلو پرځاې په پاکستان کښې خرڅیدل .