په بلوچستا ن کې د کان کارکوونکي ټول وژل شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75583-په_بلوچستا_ن_کې_د_کان_کارکوونکي_ټول_وژل_شوې_دي
د پاکستان په کویټه کې  په کان کې د پیښې له امله دولس کسان ووژل شول  او اوه لا هم بې درکه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2018 01:36 Asia/Kabul
  • په بلوچستا ن کې  د کان کارکوونکي ټول وژل شوې دي

د پاکستان په کویټه کې  په کان کې د پیښې له امله دولس کسان ووژل شول  او اوه لا هم بې درکه دي.

 

د پاکستان د رسنیو له مخې د کویټې په سنجدي سیمه کې د کویلې په کان کې د ګیس له امله له ښکیلو شویو څوارلسو کارکوونکو څخه  د لسو کسانو مړي راویستل شوې دي.

د کویټې د کمشنیر هاشم غلزي په وینا د کان کیندونکو د لټولو لپاره له تللو پینځو مرستندویه ځواکونو څخه  هم پينځه لادرکه شوې وو چې د دوو مړي یې موندل شوې او درې لا هم ورک دي.   

 د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د کویلې یا د ډبرو د سکرو په کانونو کې  د کانونو د بد حالت په وجه تر اوسه ډیرې پیښې شوې او هر کال له لسو تر دوو سوو کسان پکې وژل کیږي.  د پاکستان دمقاماتو له مخې  په وروستۍ پیښه کې هم د څوارلسو لا درکه شویو کسانو د بچ کیدو امکان ډیر کم دی.