په بلوچستا ن کې د کان کارکوونکي ټول وژل شوې دي
Aug 14, 2018 01:36 Asia/Kabul
د پاکستان په کویټه کې په کان کې د پیښې له امله دولس کسان ووژل شول او اوه لا هم بې درکه دي.
د پاکستان د رسنیو له مخې د کویټې په سنجدي سیمه کې د کویلې په کان کې د ګیس له امله له ښکیلو شویو څوارلسو کارکوونکو څخه د لسو کسانو مړي راویستل شوې دي.
د کویټې د کمشنیر هاشم غلزي په وینا د کان کیندونکو د لټولو لپاره له تللو پینځو مرستندویه ځواکونو څخه هم پينځه لادرکه شوې وو چې د دوو مړي یې موندل شوې او درې لا هم ورک دي.
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د کویلې یا د ډبرو د سکرو په کانونو کې د کانونو د بد حالت په وجه تر اوسه ډیرې پیښې شوې او هر کال له لسو تر دوو سوو کسان پکې وژل کیږي. د پاکستان دمقاماتو له مخې په وروستۍ پیښه کې هم د څوارلسو لا درکه شویو کسانو د بچ کیدو امکان ډیر کم دی.
ټیګونه