د مسلمانانو ترمینځ اتحاد ضروري دی
Jan 21, 2019 12:07 Asia/Kabul
د پاکستان د دیني فرقو د کمیټې مشر یو اهل سنت عالم د مسلمانانو ترمینځ په وحدت او یووالي او د اسلام د دښمنانو د دسیسو په شنډولو ټینګار وکړ.
مولانا عاصم مخدوم ټینګار وکړ: اسلامي هیوادونو ته پکار دي چې د امریکې په شمول د لویدیځ دسیسې په خپل یووالي او اتحاد سره شنډې کړې.
هغه زیاته کړه: نړیوال استکبار نیت لري چې د شیعه او سني ترمینځ تفرقه واچوي په دې وجه ټول باید په سیمې کښې د دا ډول تحرکاتو مخه ونیسي او اسلامي هیوادونه په خپلو کښې په ملګرتیا سره دسیسې شنډې کړي.
د پاکستان دغه اهل سنت عالم وویل: اسلام آباد ته نه دي پکار چې په یمن کښې د عربستان او د هغه د انډیوالانو په جنګ کښې ورګډ شي بلکې پاکستان باید مینځګړیتوب وکړي او د مسلمانانو د وینې د توییدو مخه ونیسي.
ټیګونه