هندوستان دلابیانو لارې په FATFکې دپاکستان دنامې دشاملولوهڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80863-هندوستان_دلابیانو_لارې_په_fatfکې_دپاکستان_دنامې_دشاملولوهڅه_کوی
ویل کیږی،پاکستان د ایف اې ټی ایف له تورلیسټه خپله نامه په ویستلو کې بریالی شوی دی ،خو هماغه شان په ګرې لیسټ کې ددغې ډلې له ځانګړی څارنې او ګواښ سره مخ دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 12, 2019 05:49 Asia/Kabul
  • هندوستان دلابیانو لارې په FATFکې دپاکستان دنامې دشاملولوهڅه کوی

ویل کیږی،پاکستان د ایف اې ټی ایف له تورلیسټه خپله نامه په ویستلو کې بریالی شوی دی ،خو هماغه شان په ګرې لیسټ کې ددغې ډلې له ځانګړی څارنې او ګواښ سره مخ دی.

تسنیم خبری اژانس  راپورورکړ  دپاکستان خزانې وزیر  اسد عمر  پرون په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، نوی ډیلی هڅه کوی ،د ایف اې ټی ایف  دمالی اقدام  دځانګړی ډلې په  تور لیسټ کې دپاکستان نامه شامله کړی .

 اسد عمر روښانه کړې ،دمالی اقدام ځانګړی ډله یوه نړیواله ټولګه ده او باید دنورو هیوادونو  په دباؤنو او  دخالتونو سره کومه فیصله ونه کړی . 

 دپاکستان دخزانې وزیر وئیلی دی،هغه راپور چې  د ایف اې ټی ایف ادارې له خوا خپریږی،باید یو  واحد راپور وی،او یو هیواد هم حق نه لری،له خپلې خوا جلاراپور وړاندې کړی،په عین حال کې هندوستان   له خپلې خوا د پاکستان  په ضد  جلا  راپور وړاندې کړی دی .

 ویل کیږی،پاکستان  د ایف اې ټی ایف  له تورلیسټه  خپله  نامه په ویستلو کې بریالی شوی دی ،خو  هماغه شان په ګرې لیسټ  کې ددغې ډلې له ځانګړی څارنې  او ګواښ  سره  مخ دی.

 د ایف اې ټی ایف ډلې مسئولانو  روښانه کړې ده ،  تر څو چې  اسلام اباد  د  هغو ډلو په ضد چې  په نړیواله سویه ممنوع الفعالیت دی،اقدام نه وی کړی ، له ګرې لیسټه به ونه وځی.په همداوروستیو کې  پاکستان  د ممنوع الفعالیت ډلو   نوی لیسټ  خپور کړی او د دغو ډلو  شتمنۍ او  ځایونه ئې  ضبط کړی دی .