پاکستان په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت په ژمنې پایبند دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81349-پاکستان_په_افغانستان_کښې_د_صلحې_د_ټینګښت_په_ژمنې_پایبند_دی
د افغانستان په چارو کښې د امریکې د ځانګړي استازي له خوا د پاکستان له ګواښل کیدو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مدعي شو چې هیواد یې په افغانستان کښې د صلحې ټینګښت ته ژمن دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2019 03:06 Asia/Kabul
  • قریشی و خلیلزاد
    قریشی و خلیلزاد

د افغانستان په چارو کښې د امریکې د ځانګړي استازي له خوا د پاکستان له ګواښل کیدو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مدعي شو چې هیواد یې په افغانستان کښې د صلحې ټینګښت ته ژمن دی.

شاه محمود قریشي پرون په اسلام آباد کښې د زلمي خلیلزاد په کتنه کښې وویل: اسلام آباد په افغانستان کښې د صلحې د ټینګیدو غوښتونکی دی او په دغه هیواد کښې ثبات به د پاکستان پر اقتصادي او انساني پراختیا باندې مثبته اغیزه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم دا شان د صلحې د بهیر او بین الافغاني خبرواترو په لړ کښې د دغه هیواد له چارواکو سره د سفارتي ملاقاتونو په هکله خپل معلومات هم د امریکې استازي ته ورکړل.

په دغه کتنه کښې زلمي خلیلزاد هم په دوحې کښې د صلحې د خبرواترو او سیمې ته یې د خپلو وروستیو سفرونو د نتیجې په هکله ځیني جزئیات مطرح کړل.

پاکستان په داسې حال کښې په افغانستان کښې د صلحې په ټنیګښت باندې پر ژمنتیا ټینګار کوي چې زلمي خلیلزاد پرون اسلام آباد ته د رسیدو په وخت د خبریالانو په ټول کښې خبرداری ورکړ چې که پاکستان په افغانستان کښې خپل منفي او لاسوهنونکی کړچار بند نه کړي نو د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې به ښې نه شي.