د عمران خان او ډونلډ ټرمپ د کتنې احتمال شته دی
May 18, 2019 10:41 Asia/Kabul
شاه محمود قریشی د دغې کتنې دقیق ځای او وخت ته کومه اشاره نده کړی .
د ایرنا له راپور سره سم دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی نن له اردو نیوز ټیلی ویژیونی چینل سره په مرکه کی وویل که په قطر کی د امریکا د استازیو او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې خبرې اترې دوام ولری او کوم پرمختګ ترلاسه شی نو د عمران خان او ټرمپ د کتنې احتمال شته دی .
شاه محمود قریشی د دغې کتنې دقیق ځای او وخت ته کومه اشاره نده کړی .
د ټرمپ او عمران خان د کتنې احتمال په داسې حال کی دی چی په قطر کی د امریکایی پلاوی او طالبانو د خبرو اترو شپږم پړاو له کومې نتیجې پرته پاې ته ورسید .
ټیګونه