پاکستان له هر ډول ناڅاپي پيښې سره مقابلې ته تیار دی
May 19, 2019 14:39 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ قومندان وویل: اسلام آباد له هر ډول ناڅاپي پيښې سره د مخامخیدنې چمتووالی لري.
جنرال قمر جاوید باجوا په شمالي وزیرستان کښې له افغانستان سره په ګډ سرحدي کښې د پاکستان ځواکونو په کتنه کښې، له هر ډول نه اټکل شوې او ناڅاپه پيښې سره د مقابلې لپاره د اسلام آباد چمتو والي ته په اشارې سره وویل: اسلام آباد به د افغانستان د صلحې په بهیر کښې هم هغه شان د خپل مثبت رول لوبونې ته دوام ورکړي.
د پاکستان د پوځ قومندان زیاته کړه: په ښه توګه د سرحدونو د اداره کولو لپاره د عسکرو د توان د زیاتولو او د نویو سرحدي پوسټو د جوړولو په شمول د اسلام آباد اقداماتو، د پاکستان او افغانستان ګډې پولې لا مضبوطې او نفوذ نه منونکې کړې دي.
ټیګونه