ستر قدرتونه د اسلام آباد او تهران د اړیکو خرابول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82259-ستر_قدرتونه_د_اسلام_آباد_او_تهران_د_اړیکو_خرابول_غواړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: کوم ستر هیوادونه چې په سیمه کښې شتون لري، د ایران د قدرت زیاتیدل د ځان لپاره یو ستر خطر ګڼي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2019 10:24 Asia/Kabul
  • ستر قدرتونه د اسلام آباد او تهران د اړیکو خرابول غواړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: کوم ستر هیوادونه چې په سیمه کښې شتون لري، د ایران د قدرت زیاتیدل د ځان لپاره یو ستر خطر ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې ځیني ابر قدرتونه نه غواړي چې د تهران او اسلام آباد اړیکې دې دوستانه وي ځکه چې هغوي د خپلو ګټو په تکل کښې دي.

شاه محمود قریشي وویل: هر کله چې د پیاوړو هیوادونو له خوا د ایران او پاکستان د اړیکو د خرابولو هڅه او کوشش کیږي، د دې دواړو هیوادونو چارواکي په خپلو کښې په خبرواترو سره دغه ډول دسیسې شنډوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بې له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي، ټینګار وکړ، کوم ستر هیوادونه چې په سیمه کښې شتون لري، د ایران د قدرت زیاتیدل د ځان لپاره یو ستر خطر ګڼي.