په بلوچستان کښې دوه حکومتی عسکر وژل شوی دی
Jun 07, 2019 00:55 Asia/Kabul
په وژل شویو عسکرو کښې نولس کلن مهتاب خان او درې ویشت کلن يار محمد شامل دي
د پاکستان دنیا ورځپاڼۍ له راپور سره سم په بلوچستان کښې د ايف سي عسکروپه پټرولنګ ټيم د شرخوښو حملې په نتيجه کښې دوه عسکر وژل شويدي
آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د بلوچستان په هرنائي ضلع کښې د اختر په سيکيورټۍ تعينات ايف سي اهلکارو باندې شرخوښو حمله کړېده
په دغه راپور کښې وئيلي شوي د حملې په نتيجه کښې دوه ايف سي اهلکار وژل شويدي
په وژل شویو عسکرو کښې نولس کلن مهتاب خان او درې ویشت کلن يار محمد شامل دي
په دې زمینه کی پلټنې پیل شوی دی .
ټیګونه