عمران خان او ولادیمیرپوتین په بشکک کې کتنه کوی
د روسیې سفارت د پاکستان خارجه وزارت ته د کتنې لپاره خپل چمتووالې اعلان کړی دی . په دغه کتنه کی به د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی او نور چارواکی هم موجود وی .
زمونږ خبریال د پاکستان د دنیاورځپاڼۍ له قوله راپور راکوی د پاکستان لومړې وزیر عمران خان او د روسیې ولسمشر پوتین به د جون په ۱۴ نیټه په بشکک کی کتنه کوی . دغه کتنه د شانګهای تنظیم د سرمشریزې په ترڅ کی کیږی .
د روسیې سفارت د پاکستان خارجه وزارت ته د کتنې لپاره خپل چمتووالې اعلان کړی دی . په دغه کتنه کی به د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی او نور چارواکی هم موجود وی .
دغه راپور زیاتوی چی په کتنه کی به عمران خان د روسیې ولسمشر ته له پاکستانه د کتنې بلنه هم ورکوی . په دغه کتنه کی به همداراز د روسیې او پاکستان د اړیکو ، د سیمې د حالاتو او په تیره بیا د افغانستان او نورو نړیوالو چارو په اړه هم خبرې اترې وشی .