د ایشیاپراختیائی بانک پاکستان ته پور ورکول دروغ وبلل
د پاکستان مرکزی بانک،په تیر کال کې د دغه یهواد بهرنی پورونه کابو پنځه نوی میلیارډ او درې سوه څلویښت میلیون ډالره اعلان کړی دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ ایشیا پراختیائی بانک نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،د اسلام اباد دحکومت او ددغه بانک د مسئولانو ترمینځ خبرې اترې شوی دی،خو دواړه لوری د کومې موافقې په لاسلیک کولو کې بریالی شوی نه دی .
د پاکستان دخزانې وزیر حافظ شیخ په همدا وروستیو کې وئیلی وو ، ایشیا پراختیائی بانک به ډیر زیردرې میلیارډ څلورسوه میلیون ډالری پور دعمران خان حکومت ته ورکړی .
دخبر تر مخابیره کیدا پورې په دې اړه دپاکستان حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی .
پاکستان په تیر یوه کال کې دمالی مشکلاتو دحل لپاره له عربستان او متحده عربی اماراتو هم څه دپاسه پنځه میلیارډ ډالری پورونه ترلاسه کړی دی ، حال دا چې د پاکستان اوسنی لومړی وزیر عمران خان د ا نتخاباتی کمپاین په وخت د هغه وخت پر حکومت سختې نیوکې کولې چې دنورو هیوادونو په وړاندې ئې د پور د ترلاسه کولو لپاره کاسه نیولې او در په در ګرځی .
دپاکستان مرکزی بانک،په تیر کال کې د دغه یهواد بهرنی پورونه کابو پنځه نوی میلیارډ او درې سوه څلویښت میلیون ډالره اعلان کړی دی .