په کرمه کښې شپږ ماشومان ليوني سپي اوچيچل
Jun 23, 2019 11:11 Asia/Kabul
د پاکستان خېبرپښتونخوا د کرمې د قبائيلي سيمې په بگزو کلي کښې یو لیوني سپي 6 د سکول بچیان اوچيچل.
له کرمې څخه د منير حسين طوري د رپوټ له مخې دغه زخمي ماشومان چی عمرونه ئې له 5 نه تر 12 کلونو دے سحر سکول ته تلل چې له مکتب سره نزدې له ليوني سپي سره مخ شول ماشومانو بلا چغې ووهلې خو د مدد يې څوک نه وو، د کلیوالو په ور رسېدو سره سپےفرار شو خو ماشومان يې ژوبل کړي وو ' ماشومان سمدستي د معالجې لپاره د عليزو اسپتال ته بوتلل شول خو هلته کښې د واکسينو د نيشتوالي په وجه يې ماشومان د سدې اسپتال ته يوړل. د ماشومانو د وروستي حالت په اړه څه رپوټ نه دے راغلے.
ټیګونه