ایران او پاکستان د رسندوي ملګرتیا پراختیا غواړي
په اسلام آباد کښې د ایران سفیر او د اطلاع رسونې او تبلیغاتو په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم مرستیالې د رسندوي ملګرتیا پر پراختیا ټینګار وکړ.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې په اسلام آباد کښې د ایران سفیر مهدي هنر دوستان او د اطلاع رسونې او تبلیغاتو په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړې مرستیالې فردوس عاشق اعوان په خپل ملاقات کښې وویل: د رسنیو، اطلاع رسونې، کلتور او هنر په برخو کښې د ایران او پاکستان ګډه ملګرتیا ضروري ده.
ښاغلي هنردوست په دې خبرې سره چې د ایران او پاکستان ترمینځ د رسندوي پلاویو تبادله د یو بل له تجربو له استفادې سره موثره مرسته کوي، زیاته کړه: د فلمونو او ټیلیویژني سریالونو تبادله هم د دواړو هیوادونو د ټولنو په ارزښتونو د پوهیدو او د یو بل له آدابو او کلتور سره د لازیاتې بلدتیا لپاره ډیر اهمیت لري.
په دغه کتنه کښې د اطلاع رسونې او تبلیغاتو په چارو کښې د عمران خان مرستیالې میرمن فردوس عاشق اعوان هم په دې خبرې سره چې ایران او پاکستان دیني، مذهبي، کلتوري او تاریخي اشتراکات لري، وویل: ایران د سیمې یو مهم هیواد دی او پاکستان د رسنۍ او کلتور په شمول مختلفو برخو کښې له ایران سره د ملګرتیا ژورتیا غواړي.