په پاکستان کښې د پرونۍ ترهګرې حملې د مړو شمیر لازیات شو
Jul 22, 2019 03:18 Asia/Kabul
د پاکستان د اطلاع رسونې وزیرې د دغه هیواد په خیبرپښتونخوا صوبه کښې لسو تنو ته د پرونیو ترهګرو بریدونو د مړو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان د اطلاع رسونې وزیرې د دغه هیواد په خیبرپښتونخوا صوبه کښې لسو تنو ته د پرونیو ترهګرو بریدونو د مړو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې میرمن فردوس عاشق اعوان وویل: د خیبرپښتونخوا صوبې په ډیره اسماعیل خان ښار کښې د پولیسو په تاڼې باندې د پرون سهار په حمله کښې د وژل شویو شمیر له شپږو نه لسو تنو ته ورسید.
هغې زیاته کړه چې په دغو بریدونو کښې په وژل شویو کسانو کښې شپږ تنه د پاکستان پولیس دي.
خبر زیاتوي چې طالب ترهګرې ډلې د پاکستان د دغې حملې پړه منلې ده.
ټیګونه