طالبانو په پاکستان کښې د پولیو ویکسینیټران په مرګ وګواښل
د پاکستان د طالبانو ترهګرې ډلې په دغه هیواد کښې د ویکسنیشن د طرحې اجرا کونکو ته د حملو او وژلو ګواښ کړی دی.
د ایرنا د خبر له مخې طالب ترهګرې ډلې د پاکستان په شمالي وزیرستان کښې ماشومانو ته د پولیو (د ماشومانو د ګوذڼ ناروغۍ) د مخنیوي د ویکسینو ورکونکو فعالانو ته ګواښ کړی دی چې د خلکو کورونو ته له ورتلو دې ډډه وکړي ګني حمله به پرې کوي.
طالب ډلې هم داشان ویلې دي چې ښځې دې له خپلو کورونو نه راوځي.
له دې مخکښې هم طالب وسله والو په پاکستان کښې له پولیو سره د مبارزې مسئولانو ته په ځواکونو د وژلو ګواښ او پرې حملې یې کړې دي.
په پاکستان کښې لاهم د پولیو خطرناکه ناروغي موجوده ده او د دغه هیواد له پنځو کالو کم عمره ماشومان د پولیو د مخنیوي ویکسینو ته ضرورت لري.
په نړۍ کښې یوازې پاکستان او افغانستان هغه دوه هیوادونه دي چې د ماشومانو د ګوذڼ ناروغي (پولیو) په کښې تراوسه موجوده ده.