چین په ګوادر کښې پوځي اډه نه جوړوي
Aug 05, 2019 16:43 Asia/Kabul
چین د پاکستان په ګوادر بندر کښې د سمندري ځواکونو د اډې د جوړولو خبر دروغ وباله.
د بیجنګ حکومت د چین او کامبوج ترمینځ د پټ تړون او د پاکستان په ګوادر کښې د چین د سمندري ځواکونو د پوځي اډې د جوړولو په هکله په ځینو رسنیو کښې خپرې شوې پروپاګنډې دروغ او بې بنیاده وبللې.
له دې مخکښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په پاکستان کښې د پوځي اډو د جوړلو لپاره د چین د فیصلې په هکله د امریکې د دفاع وزارت (پینټاګان) ادعاوې دروغ بللې وې او ویلې یې وو چې دا ډول دروغ ادعاوې د پاکستان د دښمنانو له خوا خپریږي.
ټیګونه