پاکستان د هندوستان د دفاع وزیر ایټمي څرګندونو ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84058-پاکستان_د_هندوستان_د_دفاع_وزیر_ایټمي_څرګندونو_ته_غبرګون_وښود
د پاکستان خارجه وزیر: د ایټمي وسلو د نه کارولو په لړ کښې د هندوستان د حکومت دریځ بې اعتباره دی.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Aug 17, 2019 14:42 Asia/Kabul
  • پاکستان د هندوستان د دفاع وزیر ایټمي څرګندونو ته غبرګون وښود

د پاکستان خارجه وزیر: د ایټمي وسلو د نه کارولو په لړ کښې د هندوستان د حکومت دریځ بې اعتباره دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایټمي وسلو په کارولو کښې د نه مخکښې کیدو په اړه د هندوستان د سیاست د بدلیدو د احتمال په هکله د دغه هیواد د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې هغه غیرمسئولانه او حیرانونکې وبللې.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې شاه محمود قریشي بیګا په اسلام آباد کشې یوه خبري غونډه کښې زیاته کړه: د هندوستان د دفاع وزیر راجنات سنګ د څرګندونو ماهیت او زمان بندي خواشینونکې وه چې د نوې ډیلي د جنګ غواړي کړچار ښودنه کوي.

د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه: د ایټمي وسلو د نه کارولو په لړ کښې د هندوستان د حکومت دریځ بې اعتباره دی.

د ویلو ده چې د هندوستان دفاع وزیر پرون ویلې وو چې هیواد یې تراوسه د ایټمي جنګ پیلونکی نه دی پاتې شوی خو په دې لړ کښې یې راتلونکي سیاستونه په حالاتو پورې اړه لري.