پاکستان له هندوستان سره د پټو مذاکراتو وړاندیز رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84665-پاکستان_له_هندوستان_سره_د_پټو_مذاکراتو_وړاندیز_رد_کړ
پاکستان د کشمیر په سر د پټو خبرواترو د پیلولو لپاره د هندوستان وړاندیز ته منفي ځواب ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2019 11:58 Asia/Kabul
  • پاکستان له هندوستان سره د پټو مذاکراتو وړاندیز رد کړ

پاکستان د کشمیر په سر د پټو خبرواترو د پیلولو لپاره د هندوستان وړاندیز ته منفي ځواب ورکړی دی.

د پاکستان په حکومت کښې خبرې سرچینې وايي: د ځینو هیوادونو له هلوځلو سره سره د اسلام آباد حکومت له هند سره د پټو مذاکراتو د پیلولو وړاندیز رد کړی او د دواړو هیوادونو ترمینځ د څرګندونو مذاکراتو د شروع کیدو غوښتنه یې کړې ده.

یادو سرچینو ادعا وکړه چې پاکستان ویلې دي یوازې په داسې صورت کښې خبرواترو ته تیار دی چې د هندوستان حکومت په کشمیر کښې کرفیو ختمه کړي او د دغې سیمې خودمختاري یوځل بیا په قانوني توګه په رسمیت وپیژني.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند هم په اسلام آباد کښې په خپله اونیزه غونډه کښې ویلې وو چې له هندوستان سره هیڅ ډول ناڅرګند او پټ مذاکرات نه دي روان.